واحد ملگري ملتونه د افغانستان لپاره

واحد غږ

په افغانستان کې ملګري ملتونه د یو لړ پراخو حیاتي چارو  په اړه  لکه د بي وزلۍ د کچې راټیټول، جنډر، بشري حقونه، د بشري مرستو ته لاسرسي او د بشرپالنې د کارکوونکو خوندیتوب، په یوه واحد غږ خبرې کوي. دغه سازمان هڅه کوي څو ستراتیژیک پیغامونه د دودیزو رسنیو لکه تلویزیون، راډیو، ورځپاڼو او د ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر له لارې خپاره کړي، څو دغه پیغامونه په لا پراخه کچه تیت شي او لا زیاتو ځوانو مخاطبینو ته ورسيږي

د ملګرو ملتونو د اړیکو ټیم دنده لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نقش په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي او  په هیواد کې د دغه سازمان څرګندتوب غښتلی کړي. د اړیکو ګډه ستراتیژي د ګډې مدافعې او د یوه واحد پروګرام، د بشرپالنې د غبرګون د پلان، او د ملګرو ملتونو د مرستندوي پلاوي (یوناما) د ماموریت د موخو په اړه د یوه واحد غږ اصول او قواعد ږدي

د اړیکو او عامه چارو د کار د غښتلي کولو د اړتیا په درک کولو سره، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنیو ګډې اړیکې او رسنیز فعالیتونه همغږي کړي، څو پوهاوی تقویه شي، په تیره بیا د افغان دولت او د افغانستان د سولې او پرمختیا په ملي چوکاټ کې د په ګوته شویو پرمختیایي لومړیتوبونو د ملاتړ په موخه، د افغان مخاطبینو، د هغوي د موخو او کار تر منځ.