واحد ملگري ملتونه د افغانستان لپاره

ښوونه او روزنه

ښوونه او روزنه

کټګوري:شپږ---- موخې,ښوونه او روزنه

ښوونې او روزنې ته په وروستي کلونو کې لاس رسی یو څه ښه شوی. پداسې حال کې چې په 2002 کال کې د لومړنیو ښوونځیو د زده کونکو شمیر له یو ملیون څخه یو څه زیات وو، په اوس کې دا شمیر له 9.6 میلیونو څخه زیات دی، نږدې 3.5 میلیونه ماشومان لا هم له ښوونځي څخه پاتې دي. سربیره پردې، د راستنيدونکو ماشومانو ډیری برخه څوک چې  په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې مخکې له دې نه چې هیواد ته ستانه شي په ایران او پاکستان کې متوسطه ښوونځیو ته تللي، د یو لړ بیلا بیلو خنډونو  سره، د بیلګې په توګه، د نورو خنډونو په شمول، د ټولنیزي- اقتصادي زیانمندنې او فقر، د جذب وړ ظرفیت د نشتوالې، د اسنادو، نصاب او د ژبې د یو شیمر ستونزو سره مخ شوي. د سکټور لپاره د حکومت لومړیتوب لرونکي پروګرامونه د ملي زده کړې د ستراتیژیک پلان (2017 – 2021) سره نښلول شوي.

په دې سکټور کې د ملګرو ملتونو مرستې د ښوونې او روزنې د ملي دریم ستراتیژیک پلان د سترو پایلو په واسطه رهنمايي کیږي. د دې موخه، د ښوونې او روزنې د کیفیت او مطابقت انتقال؛ ښوونې او روزنې ته مساوي لاسرسی او د ښوونې او روزنې د کیفیت لرونکو خدمتونو موثر او شفاف مدیریت؛ او د لا زیاتو مهارتونو، حرفوي لیک لوست او د پوهې په مهارتونو کې د
ژڼکیو، ځوانانو او ښځو سمبالول دي . دا ګډون د دې لپاره دی چې د ښوونې او روزنې د ملي دریم ستراتیژیک پلان د ګډ هدف سره مرسته وشي، څو د ښوونې او روزنې د سیسټم له لارې ماهر او وړ وګړي وروزي او په دې سره د افغانستان ټولنیزه- اقتصادي پراختیا او ټولنیز انسجام وساتي.