
راستنیدنه او له ټولنې سره بیا یو ځای کیدنه
کټګوري:راستنیدنه او له ټولنې سره بیا یو ځای کیدنه,شپږ---- موخېد ۲۰۰۲ کال راهیسې د نږدې څلورو افغانانو له جملې څخه یو تن په خپل ژوند کې یو و ار بې ځایه شوی او د څه باندې ۶ میلیونو څخه زیات افغانان د ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې، د ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه د یو میلیون څخه زیات افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي چې زیاتره يې په کابل او ننګرهار ولایت کې میشت شوي. په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاري هڅې د افغانستان د هغه لید ملاتړ کوي چې موخه يې ‘زموږ د ګډوالو، راستنیدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو لپاره د یوې ښې راتلونکې څخه ډاډ حاصلول دي ‘، د دې مطلب په څرګندولو سره چې راستنیدونکي کډوال او داخلي بې ځایه شوي کسان د بشري ځواک یوه ارزښت لرونکې سرچینه ده، کولای شي د اقتصادي ودې او پراختیا سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ادارو پروګرامونه، په خاص ډول په هغو ساحو کې چیرې چې په زیات شمیر کې کډوال او بې ځایه شوي کسان خپلو مینو ته ستنیږي د لاندې پایلو د ترلاسه کولو سره مرسته کوي کوم چې راستنیدونکي، داخلي بې ځایه شوي کسان او کوربه ټولنې متاثره کوي.
۱. د ټولنې د انعطاف پذیري او ټولنیز ارتباط لپاره بنسټیزو خدمتونو ته زیات لاسرسی؛
۲. مناسبې ځمکې او کور ته ښه شوی لاسرسۍ؛
۳. د بازار پر بنسټ د پروګرامونو د جوړولو له لارې معیشت او کارونو ته ښه لاسرسی؛
۴. د ښو پلان شویو او منظمو پالیسې ګانو د پلې کولو له لارې د خپلې خوښي، تدریجي او خوندي راستنیدنې، منظمې او ابرومندې راستنیدنې او خوځښت لپاره د اسانتیاوو برابرول؛ او
۵. په هغو ساحو کې چې د راستنیدنې او بې ځایه کیدنې کچه لوړه ده، (یا په ځانګړي ډول) د راستنیدونکو په ښارګوټو کې زیربنايي خدمتونو ته د راستنیدونکو، بې ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو د لاسرسي څخه ډاډ.