واحد ملگري ملتونه د افغانستان لپاره

د قانون واکمني

د قانون واکمني

کټګوري:د قانون واکمني,شپږ---- موخې

ملګري ملتونه له حکومت سره په نږدې همکارۍ کار کوي، چې یو با ثبات دولت بیا جوړ کړي، او له اتباعو سره په دې احساس کولو کې مرسته وکړي، چې حکومت کولای شي د قانون د بې طرفه تطبیق له لارې عدالت پر ځای کړي. د دغه سازمان د نړیوال ماهیت له امله چې په هغو برخو کې د دولتونو د ملاتړ مسوولیت لري، کومې چې سیاسي اغیزې لري، ملګرو ملتونه په مختلفو هیوادونو کې د کلونو تجربې او نړیوالې پوهې ته د لاس رسي په درلودلو سره، کولای شي د دولت د حکومتولۍ او د قانون د واکمنۍ له پروګرامونو سره مرسته وکړي. ظرفیت جوړونه د قانون واکمنۍ او د حکومتولۍ د اړوندو برخو په مرکز کې ځای لري. په عامه سکتور کې د بشري ظرفیت پر لوړولو، د سازماني ظرفیت پر جوړولو او د دولتي ادارو د بیروکراسۍ پر ساده کولو د ملګرو ملتونو د هڅو عمومي تمرکز به دا یقیني کړي، چې خدمتونه وړاندې شوي او د خلکو حقونه خوندي شوي. دغه کار به همدارنګه د اداري فساد ناوړه اغیزې راکمې کړي.

د افغانستان د سولې او پرمختیا له ملي چوکاټ سره د ملګرو ملتونو ملاتړ موخه د راتلونکو څلورو پایلو ترلاسه کول دي.

د دولت د عدلي او قضایي اصلاحاتو پلان د یوه بې طرفه، شفاف او د احتساب وړ عدلي سیستم او د قانون تطبیق رامنځ ته کړی؛ د محکمې د قضاوتونو او پریکړو ترسره کول او پلي کول یې غښتلي کړي؛ رسمي عدلي سیستم ته یې لاس رسی، د عدلي خدماتو وړاندې کونه او د دغه سیستم کارونه یې تقویه کړي؛ پر عدلي خدمتونو یې باور لوړ کړی؛ او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې یو بشپړ فعال او خپلواک مرکز یې را منځ ته کړی؛

غښتلې شوې ټاکنیزې او تمثیلوونکې ادارې او سیستمونه په غوره ډول د دې وړ دي، چې په ټاکنیزو پروسو کې د عمومي بشپړ ګډون، استازیتوب او شفافیت ډاډ ورکړي.

ولایتي او د ښاروالیو وړتیا لرونکي او ټول شموله ادارې د دې وړ دي، چې د حکومتولۍ د فرعي ملي پالیسي او د لومړیتوب لرونکی ملي پلان سره سم د احتساب وړ او شفافو خدمتونو د پلان کولو، څارلو او د هغوي لپاره د مالي سرچینو برابرولو وړتیا لري؛

په ملکي خدمتونو او عامه ژوند کې د ښځو پراخ ګډون؛ په افغانستان کې د ښځو لپاره د دولت د عمل د ملي پلان بشپړ تطبیق؛ د ټولنو لپاره امنیت ښه شوی او شخړې کمې شوي او د نشه یي توکو له قاچاق او د نړیوالو سازمان یافته جرایمو سره د مبارزې لپاره د قانون د پلي کولو ظرفیت غښتلی شوی.