واحد ملگري ملتونه د افغانستان لپاره

ارشیوفونه کټګوري: واحد پروګرام

اصول او معیارونه

کټګوري:اصول او معیارونه,شپږ---- موخې

د ملګرو ملتونو هنجاري کار د بشري حقونو مدافعه او ساتنه احتوا کوي، او نړیوالو قوانینو او لارښوونو ته وده ورکوي. د ملګرو ملتونو هنجاري اجنډا د حکومت سره د خپلې ژمنې په ترلاسه کولو ، په تیره بیا د کارکونکو د حقونو، د ماشومانو د حقونو، او د حکومتولۍ په ساحو کې او د نړیوالو قوانینو، مقرراتو، لارښوونو او پروتوکولونو په وړاندې د خپل مسولیتونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. جنډر د ملګرو ملتونو د تمرکز په ټولو شپږو واړو اړوندو ساحو کې د غور کولو موضوع ده.

  وړاندې ولولئ


ښوونه او روزنه

کټګوري:شپږ---- موخې,ښوونه او روزنه

ښوونې او روزنې ته په وروستي کلونو کې لاس رسی یو څه ښه شوی. پداسې حال کې چې په 2002 کال کې د لومړنیو ښوونځیو د زده کونکو شمیر له یو ملیون څخه یو څه زیات وو، په اوس کې دا شمیر له 9.6 میلیونو څخه زیات دی، نږدې 3.5 میلیونه ماشومان لا هم له ښوونځي څخه پاتې دي. سربیره پردې، د راستنيدونکو ماشومانو ډیری برخه څوک چې  په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې مخکې له دې نه چې هیواد ته ستانه شي په ایران او پاکستان کې متوسطه ښوونځیو ته تللي، د یو لړ بیلا بیلو خنډونو  سره، د بیلګې په توګه،

  وړاندې ولولئ

د خوړو خوندیتوب، تغذیه او معیشتونه

کټګوري:د خوړو خوندیتوب، تغذیه او معیشتونه,شپږ---- موخې

د پایښت لرونکو کاري  فرصتونو د را منځ ته کولو  په اړه د تمرکز په درلودلو سره او د ښې شوې ښیګنې او د نیستې د کچې په راکمولو سره د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ افغانستان د ځان بسیاینې خوا ته هڅوي. په دې سکټور کې د ملګرو ملتونو ګډون د هغو ډیری زیانمنیدونکو لپاره او د هغو په شمول څوک چې کافي تغذیه لرونکو خوراکي توکو او د خویتوب په لور تدریجي انتقال ته لاسرسی نه لري او هغو مرستو ته چې په ښه توګه تر هدف لاندي نیولې شوې او په مسلکي توګه تنظیم شوې وي، ځواب وايي.

  وړاندې ولولئ

روغتیا

کټګوري:روغتیا,شپږ---- موخې

دوامدار تاوتریخوالی د متاثره شویو وګړو په فزیکي او رواني روغتیا مستقیمه اغیزه لري او د روغتیا پالنې د خدمتونو ټولیز فعاله ظرفیت د سازش او معاملې سره مخ کوي.  ملګري ملتونه پوهیږي چې د ګوزڼ او مصونیت د اړتیاوو سربیره، نورې لویې ناروغۍ هم شتون لري چې په افغانستان کې خلک ګواښي او په دې توګه به د هغه پرتله ییزې ګټې وکاروي او د دغو د ځوابولو او حل لارو د برابرولو په برخه کې د عامي روغتیا د وزارت سره مرسته کوي.  د ولسي تړون پروګرام سره په سمون کې، د ټولو لپاره روغتیا، او د بشري پانګونې لپاره د پراختیا د ملي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه او د ملګرو ملتونو ادارې له حکومت سره مرسته کوي ترڅو د ملي روغتیا پالیسي 2015-20 او د  2016-2020 کلونو لپاره ستراتیژي پلي کړي کوم چې په لاندې ټکو تمرکز کوي.

  وړاندې ولولئ

راستنیدنه او له ټولنې سره بیا یو ځای کیدنه

کټګوري:راستنیدنه او له ټولنې سره بیا یو ځای کیدنه,شپږ---- موخې

د ۲۰۰۲ کال راهیسې د نږدې څلورو افغانانو له جملې څخه یو تن په خپل ژوند کې یو و ار بې ځایه شوی او د څه باندې ۶ میلیونو څخه زیات افغانان د ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې، د ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه د یو میلیون څخه زیات افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي چې  زیاتره يې په کابل او ننګرهار ولایت کې میشت شوي. په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاري هڅې د افغانستان د هغه لید ملاتړ کوي چې موخه يې  ‘زموږ د ګډوالو، راستنیدونکو کډوالو  او داخلي بې ځایه شویو کسانو لپاره د یوې ښې راتلونکې څخه ډاډ حاصلول دي ، د دې مطلب په څرګندولو سره چې راستنیدونکي کډوال او داخلي بې ځایه شوي کسان د بشري ځواک یوه ارزښت لرونکې سرچینه ده، کولای شي د اقتصادي ودې او پراختیا سره مرسته وکړي.

  وړاندې ولولئ

د قانون واکمني

کټګوري:د قانون واکمني,شپږ---- موخې

ملګري ملتونه له حکومت سره په نږدې همکارۍ کار کوي، چې یو با ثبات دولت بیا جوړ کړي، او له اتباعو سره په دې احساس کولو کې مرسته وکړي، چې حکومت کولای شي د قانون د بې طرفه تطبیق له لارې عدالت پر ځای کړي. د دغه سازمان د نړیوال ماهیت له امله چې په هغو برخو کې د دولتونو د ملاتړ مسوولیت لري، کومې چې سیاسي اغیزې لري، ملګرو ملتونه په مختلفو هیوادونو کې د کلونو تجربې او نړیوالې پوهې ته د لاس رسي په درلودلو سره، کولای شي د دولت د حکومتولۍ او د قانون د واکمنۍ له پروګرامونو سره مرسته وکړي. ظرفیت جوړونه د قانون واکمنۍ او د حکومتولۍ د اړوندو برخو په مرکز کې ځای لري. په عامه سکتور کې د بشري ظرفیت پر لوړولو، د سازماني ظرفیت پر جوړولو او د دولتي ادارو د بیروکراسۍ پر ساده کولو د ملګرو ملتونو د هڅو عمومي تمرکز به دا یقیني کړي، چې خدمتونه وړاندې شوي او د خلکو حقونه خوندي شوي. دغه کار به همدارنګه د اداري فساد ناوړه اغیزې راکمې کړي.

  وړاندې ولولئ